له بدخشان څخه سرچینې وايي، چې ناراضه طالب قوماندان جمعهخان فاتح له خپلو پوځي سنګرونو راوتلی او د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت ته تسلیم شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بدخشان کې ویلي، چې «وروستۍ ترینګلتیاوې پای ته ورسېدې».
سرچینې زیاتوي، چې جمعهخان فاتح د فصیحالدین فطرت له لوري په چورلکه کې له نسي څخه درواز ولسوالۍ ته انتقال شوی دی.
فصیحالدین فطرت د یکشنبې په ورځ نسي ولسوالۍ ته تللی و، څو له جمعهخان فاتح سره د روانو اختلافاتو د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. ویل کېږي، چې نوموړي له تېرو څلورو ورځو راهیسې له فاتح سره د ترینګلتیاوو د هواري لپاره خبرې کولې.
د جمعهخان فاتح اړوند کسانو له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په نسي او شاوخوا سیمو کې له طالب ځواکونو سره نښتې کړې وې.
لیکوال:سعید سمیر








