د طالبانو د امربالمعروف،او نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، چې افغان ځوانان له دیني مسایلو بشپړ خبر نه دي او کله چې د حجاب په اړه اقدامات ترسره کېږي، نو ځینې خلک «اسلام باندي نیوکې» کوي.
نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د خپلې ډلې د مبلغینو په یوه سیمینار کې کړي دي. هغه زیاته کړې: «حجاب خو فرض عین دی، او د بالغو نجونو لپاره لازمي دی». د هغه په وینا، یوه نجلۍ چې بلوغ ته ورسېږي باید «له سر تر پښو پټه وي».
حنفي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له لوري د ښځو د حجاب په اړه سپارښتنې او وعظونه د ټولنې په ګټه دي. هغه همدارنګه پر نړیوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې ولې د حجاب په موضوع کې مداخله کوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي، چې راپورونه وايي په وروستیو اونیو کې په هرات کې یو شمېر ښځې د بېحجابۍ په تور نیول شوې وې، چې دا اقدام د ځايي اوسېدونکو غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. د هرات یو شمېر اوسېدونکي او فعالان وايي، چې ښځې په دغه ولایت کې عموماً حجاب مراعتوي او د سختو اقداماتو اړتیا نه لیدل کېږي.
په همدې حال کې، له هېواده بهر افغان فعالان هم د دغو اقداماتو پر ضد اعتراضي غونډې او غبرګونونه دوامداره ساتي او دا ډول چلند د ښځو د حقونو خلاف بولي.
لیکوال:سعید سمیر








