د پاکستان د خیبرپختونخوا ایالت چارواکو اعلان کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره به یو ځانګړی نظامي واحد جوړ شي، چې د روزل شوو او مجهزو چټکو ځواکونو څخه به جوړ وي. د راپورونو له مخې، دا واحد به په دې ایالت کې د ترهګرو ډلو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د هدفمند عملیاتو مشري پر غاړه ولري.
د خیبرپختونخوا د پولیسو عمومي قوماندان ذوالفقار حمید د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۸مه، په یوه بیان کې ویلي چې دا واحد به د پولیسو له ۴۰۰ غوره شویو سرتېرو څخه جوړ وي. د هغه په وینا، د دې ځواک غړي به له سختو طبي، رواني او فزیکي ازموینو وروسته ټاکل کېږي او له ورځنیو پولیسو دندو به معاف وي.
په بیان کې ویل شوي چې د دې واحد جوړښت او عملیاتي طریقه د نړیوالو معیارونو له مخې طرحه شوې ده. دا ځواک به د ۴۵ کسیزو ډلو په بڼه تنظیم شي، او هره ډله به د ۹۰ ورځو لپاره د خیبرپښتونخوا په تر ټولو حساسو سیمو کې ځای پر ځای کېږي، څو د سیمهییزو پولیسو یا د ترهګرۍ ضد څانګې تر قوماندې لاندې ګډ عملیات ترسره کړي.
د دې پلان له مخې، د ځانګړي واحد غړي به د ۳۰ ورځني اجباري روزنیز پروګرام لپاره د نوشهرې د پولیسو د نخبه ځواکونو روزنیز مرکز ته ولېږل شي. د دې روزنې هدف د جنګي وړتیاوو لوړول، د عملیاتي مهارتونو پیاوړتیا او د میداني تجربو تبادله بلل شوې ده.
د خیبرپختونخوا د پولیسو عمومي قوماندان ویلي چې دا ځواک به یوازې په دودیزو وسلو نه وي سمبال، بلکې د ډرون ټکنالوژۍ، د سنایپر مهارتونو او د نږدې جګړې روزنه او تجهیزات به هم ولري، څو د دوی عملیاتي وړتیا نوره هم لوړه شي.
ذوالفقار حمید په پای کې ټینګار کړی چې د ټولو ډولونو وسلهوالو ډلو پر ضد مبارزه او د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب د خیبرپختونخوا د پولیسو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








