د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (مرکزي کوریا خبري اژانس) راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون ویلي، د اټومي ځواک په توګه د هېواد د دریځ پیاوړتیا د نړیوال امنیت د پېچلي او نهپېژندل کېدونکي وضعیت پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
د راپور له مخې، کیم جونګ اون دا څرګندونې د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې کړي، چې د شنبې په ورځ پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
هغه ادعا کړې چې په نړیواله کچه «نهتصور کېدونکي پېښې» د هغه څه پایله ده چې نوموړی یې د «غاصبو قدرتونو ځانغوښتنه» بولي. په وینا یې، د متحده ایالاتو سیاستونه د اروپا او منځني ختیځ په تاوتریخوالي کې هم رول لري.
کیم جونګ اون همداراز متحده ایالات او جنوبي کوریا تورن کړي چې د ګډو پوځي او اټومي ظرفیتونو په پراخولو سره د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت لا پسې خطرناک کوي.
هغه ویلي: «د اټومي ځواکونو دوامداره پراختیا او د اټومي دولت د دریځ بشپړ عملي کول تر ټولو سمه لاره ده څو له ناپېژندل شوي نړیوال نظامي او سیاسي وضعیت سره مقابله وشي.»
د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر د دفاعي توان د پیاوړتیا ترڅنګ د عادي وسلو د پراختیا او د ۱۰ زره ټنه وزن لرونکې ستراتیژیکې توغندیزې بېړۍ د جوړولو د چټکتیا امر هم کړی دی.
راپور زیاتوي چې شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو له سختو بندیزونو سره مخ ده، خو بیا هم خپلو اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو ته دوام ورکوي، چې د سیمې د هېوادونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








