د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د علماوو شورا مسوول، د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو پر ضد د نظامي جګړې له پیل سره مخالفت کړی، ټینګار کړی چې دا جبهه د طالبانو پر وړاندې د جګړې د پرېکړې لپاره له هېڅ لوري اجازه نه اخلي.
مولوي حسام، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د علماوو شورا مسوول، په هغه پیغام کې چې د خپل فېسبوک په پاڼه کې یې خپور کړی، لیکلي: «موږ د طالبانو پر ضد جګړې لپاره له هېچا اجازه نه اخلو.»
هغه په دې څرګندونو کې د هېڅ ځانګړي هېواد یا لوري نوم نه دی اخیستی؛ خو دا خبرې په داسې حال کې شوي دي چې په وروستیو ورځو کې په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو پر ضد د هر ډول نظامي اقدام مخالفت کړی دی.
ځینې سیاسي شنونکي باور لري چې د دغه پیغام هممهالي له وروستیو راپورونو سره ښايي د همدې موضوع په وړاندې غیرمستقیم غبرګون وګڼل شي. خو تر اوسه پورې په دې اړه د مولوي حسام له لوري کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
په وروستیو اونیو کې یو شمېر رسنیو او باخبره سرچینو د ځینو سیمهییزو هېوادونو د هڅو په اړه راپورونه ورکړي چې غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او نظامي شخړو د پراخېدو مخه ونیسي. د دغو راپورونو له مخې، ځینې سیمهییز لوبغاړي غوره ګڼي چې موجود اختلافات او ستونزې د سیاسي او دیپلوماټیکو لارو حل شي.
سره له دې راپورونو، تر اوسه پورې د ایران اسلامي جمهوریت او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې کوم رسمي یا ګډ دریځ نه دی خپور کړی او په دې اړه نور جزئیات هم نه دي څرګند شوي.
د افغانستان سیاسي او امنیتي بدلونونه لا هم د سیمې د هېوادونو د پام وړ موضوعاتو څخه ګڼل کېږي او په دغه هېواد کې هر ډول بدلون د سیمهییزو اړیکو او سیاستونو پر بهیر اغېز کولی شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








