محمد باقر قالیباف، د ایران د پارلمان رئیس، په خپل درېیم غږیز پیغام کې ویلي چې د «دښمن ښکاره او پټې هڅې» ښيي چې پر ایران فشارونه یوازې اقتصادي او سیاسي برخو پورې محدود نه دي، بلکې د پوځي اقداماتو احتمال هم لا هم موجود دی.
هغه وویل چې مقابل لوري «له خپلو پوځي موخو لاس نه دی اخیستی» او هڅه کوي چې «د جګړې او بې بې پروا اقدامونه نوې دوره» پیل کړي. قالیباف همداراز ټینګار وکړ چې د اوربند د یوې میاشتې په موده کې د ایران پوځي جوړښت خپل عملیاتي توان بېرته رغولی دی.
هم مهاله له دغو څرګندونو سره، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره تهران ته تللی دی. راپورونه ښيي چې د دې سفر موخه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل هڅه بلل شوې ده.
په بل پرمختګ کې،د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲۶ د تېلو بېړۍ او سوداګریزې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې کړې دي.
د هرمز تنګۍ د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږد لارو څخه شمېرل کېږي، او په دې سیمه کې هر ډول کړکېچ یا امنیتي بدلون د نړیوالو بازارونو او د سیمې د هېوادونو پراخه پاملرنه راجلبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








