د کابل په لوېدیځ کې په یوه ښوونځي کې د چاودنې په تړاو محمد محقق طالبان د امنیت د تأمین مسوول وبلل.
د کابل په لوېدیځ کې په یوه خصوصي ښوونځي کې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، محمد محقق، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر، طالبان د واکمنې ډلې په توګه د خلکو د امنیت او د هغوی د ځان او مال د ساتنې مسوول بللي دي.
محقق، سېشنبه د زمري ۲۷مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان، د افغانستان د کنټرول له امله، مسوولیت لري چې د خپلې واکمنۍ تر ساحې لاندې د خلکو له ژوند، مال او حیثیت څخه ساتنه وکړي.
هغه دغه پېښه «د خواشینۍ وړ» بللې او ویلي یې دي چې د هغو زدهکوونکو په نښه کول چې په زدهکړه او تعلیم بوخت وو، د پېښې د عاملانو د قساوت او بېرحمۍ څرګندونه کوي.
محقق زیاته کړې چې د طالبانو د دې ادعا له مخې چې پر ټول افغانستان بشپړ کنټرول لري، د سیمې د امنیت تأمین او د دا ډول پېښو مخنیوی د هغوی پر غاړه دی.
د محقق په وینا، د هغه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دوو موټرسایکل سپرو کسانو دوه لاسي بمونه د دغه ښوونځي دننه غورځولي دي.
دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې، د مهدیه ښارګوټي په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې، چې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند دی، رامنځته شوه.
ځايي سرچینو هم د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ساعتونو کې ویلي وو چې یوه کس له دباندې څخه چاودېدونکي توکي د ښوونځي انګړ ته غورځولي دي؛ خو د پېښې د څرنګوالي په اړه کره جزیات لا هم په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
طالبانو د دې چاودنې رامنځته کېدل تایید کړي، خو تر اوسه یې د پېښې د څرنګوالي او احتمالي عاملانو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ زدهکوونکي ټپیان شوي دي. د ټپیانو د وروستي شمېر او د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات لا هم په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








