د ايران د رهبر پوځي سلاکار،محسن رضایي، خبرداری ورکړی چې د امريکا متحده ايالاتو له خوا د ايران د بندرونو د روانې سمندري محاصرې دوام به تهران ونه زغمي.
رضايي د سې شنبې په سهار، د زمري ۱۳مه، په اېکس ټولنيزه شبکه کې په يوه پيغام کې ليکلي: «که محاصره دوام وکړي، امريکايي بېړۍ او ځواکونه به له جدي خطرونو او درنو تلفاتو سره مخ شي.» هغه دا څرګندونې په سيمه کې د امريکا د دوامدار حضور او سمندري اقداماتو په غبرګون کې کړي دي.
د ايران د رهبر پوځي سلاکار همداراز ټينګار کړی چې امريکا بايد خپله تګلاره بدله کړي، او زياته کړې یې ده: «موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې د هرمز په تنګي کې دوهم دهلېز جوړ شي.» نوموړي د خپلو څرګندونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د راپور له مخې، امريکا د جولای په مياشت کې، وروسته له هغې چې د هرمز تنګي د مديريت په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د جون په مياشت کې لاسليک شوی تفاهم له منځه ولاړ، د ايران د بندرونو سمندري محاصره بېرته پيل کړه.
د امريکا پوځ هم اعلان کړی چې د دې عملياتو له بيا پيل راهيسې لږ تر لږه ۴۴ بېړۍ يې بدلې لارې ته اړې کړي، دوه کښتۍ يې له کاره غورځولي او دوه نورې بېړۍ يې پلټلي دي.
تر اوسه امريکايي چارواکو د محسن رضايي د څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی او د روانې سمندري محاصرې د وضعيت يا د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بيا پيل احتمال په اړه نور جزیات هم نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








