د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو دې هېواد ته د طالبانو د کرنې وزارت د یوه پلاوي سفر، چې د روانې اوونۍ په پیل کې ترسره شوی، «د شرم وړ» بللی او خبرداری یې ورکړی چې هغه چارواکي چې د دغه سفر د زمینې برابرولو مسؤول وو، له انضباطي اقداماتو سره به مخ شي.
ساندو د دغه پلاوي د سفر د اجازې ورکولو پر بهیر نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د منلو وړ نه ده چې دولتي چارواکي یا هغه کسان چې په لوړو حکومتي دندو کې دي، د خپل هېواد د پالیسۍ په اړه له یوه حکومت یا دولت سره نااشنا وي.
د مالدووا ولسمشرې ټینګار وکړ چې د کرنې وزارت مسؤول چارواکو، هېواد ته د دغه پلاوي له راتګ څخه مخکې، د افغانستان د حکومت په اړه د مالدووا رسمي سیاست نه و څېړلی. هغې دا موضوع «عجیبه» وبلله او ویې ویل چې ان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه سفر اړوند غوښتنه تایید کړې وه.
ساندو زیاته کړه چې داسې ښکاري چې ځینې چارواکي د بهرني سیاست په برخه کې د هېواد رسمي اسناد او دریځونه په سمه توګه نه مطالعه کوي. هغې ټینګار وکړ چې هغه کسان چې په دې بهیر کې یې مسؤولیت درلود، د دې تېروتنې له امله به له انضباطي اقداماتو سره مخ شي.
د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ تایید کړې وه چې د طالبانو د کرنې وزارت یوه پلاوي ته د ننوتلو ویزې صادرې شوي دي. خو دغه وزارت اعلان وکړ چې د مالدووا چارواکي به د دغه پلاوي له غړو سره هېڅ ډول رسمي یا دوه اړخیزه لیدنه ونه لري.
مالدووا ته د طالبانو د کرنې وزارت د پلاوي ننوتلو د دغه هېواد د یو شمېر لوړپوړو چارواکو غبرګونونه هم راپارولي دي. د مالدووا لومړي وزیر واسیله توفان تر دې مخکې دغه سفر «د شرم وړ او د نه منلو وړ » بللی و او ویلي یې وو چې د دې سفر اجازه ورکول د «ناسمې ارزونې او ادارو ترمنځ د نه همغږۍ» پایله وه.
خو د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه د طالبانو د پلاوي غړي چې دې هېواد ته داخل شوي، د نړیوالو بندیزونو لاندې نه دي. دغه وزارت په عین حال کې ټینګار کړی چې مالدووا لا هم د طالبانو پر وړاندې له ټولو نړیوالو بندیزونو سره سم عمل کوي او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې مالدووا لا هم د طالبانو د حکومت په اړه پر خپل رسمي دریځ ټینګار کوي او اعلان یې کړی چې د دغه پلاوي غړو ته د ویزو صادرول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو یا د دغه هېواد د بهرني سیاست د بدلون په معنا نه دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








