د اسراییلي رسنۍ «جویش اینسایډر» راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت تر اوسه په لوېدیځې اسیا کې د امریکا له ۱۰۰ څخه زیات سفارتي پوسټونه نه دي ډک کړي او دا مقامونه لا هم بې سفیره پاتې دي.
د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو چارواکو ویلي، د دې وضعیت دوام کولی شي د واشنګټن سیاسي نفوذ او ډیپلوماټیکو هڅو باندې اغېزه وکړي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم تر دې مخکې راپور ورکړی و چې امریکا په ځینو مهمو سیمهییزو هېوادونو، لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، عراق او کویټ،کې رسمي سفیر نه لري.
لوېدیځه اسیا د امنیت، سیاست او انرژۍ له نظره د امریکا د بهرنیو چارو لپاره یوه مهمه سیمه ګڼل کېږي او کارپوهان باور لري چې د دې ډیپلوماټیکو پوسټونو خالي پاتې کېدل کولی شي د سیمهییزو تعاملاتو او د واشنګټن له متحدینو سره د اړیکو په معادلاتو اغېزه وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








