د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، افغانان باید د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په لاره کې د طالبانو د غړو د قربانیو منندوی وي او د دوی له نظام څخه ملاتړ وکړي.
مجاهد په یوه تازه ویډیویي پیغام کې د زمري ۲۴مه د طالبانو د «فتحې ورځ» بللې او ویلي یې دي چې دغه ورځ به د افغانستان په تاریخ کې په «زرینو کرښو» ولیکل شي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان باید د طالبانو له نظام سره متعهد پاتې شي او ملاتړ یې وکړي. نوموړي ویلي، د طالبانو غړو د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره قربانۍ ورکړې او خلک باید د دغو قربانیو له امله له دوی سره «کلک ودرېږي».
طالبان د خپلې واکمنۍ پنځمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې افغانستان له پراخو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد نړیوال تعامل هم محدود شوی او د دوی حکومت تر اوسه یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت پر تګلارو د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې هم پراخې نیوکې کېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








