په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندیشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۲مه کلنۍ ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر صادر شوي فرمانونه باید د افغانستان د رسمي قوانینو او یا د خلکو د نظر او ارادې استازیتوب ونه ګڼل شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د دغو یو اړخیزو پرېکړو ملاتړ نه کوي او دا سیاستونه د خلکو د غوښتنو انعکاس نه دي. هغه دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې «افغانستان د ماشومانو ودونه رسمي کړي دي».
اندیشه زیاته کړه چې د افغانستان خلک نه یوازې د دغو محدودوونکو تګلارو قرباني دي، بلکې په ځینو سیمو کې یې پر وړاندې اعتراضونه هم کړي دي. هغه په هرات کې وروستي اعتراضونه د طالبانو د سختدریځو سیاستونو پر وړاندې د ولسي غبرګون یوه څرګنده بېلګه وبلله.
هغه همدارنګه وویل چې د افغانستان دایمي استازولي د ملګرو ملتونو له بشري حقونو نظام، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره د رغنده همکاریو ژمنه لري، او هڅه کوي د ټولو افغانانو د حقونو او کرامت د ملاتړ لپاره کار ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې په هرات کې د طالبانو له لوري پر ښځو محدودیتونه زیات شوي او د امر بالمعروف ادارې د ځینو ښځو د نیولو پېښې هم ثبت شوي دي، چې له امله یې اندېښنې زیاتې شوې دي.
لیکوال:سعید سمیر








