TOOSnews
اعلان
نور جلال جلالي: د سنتي طب د معياري كېدو لپاره ګډ كار ته اړتيا ده.
افغانستانټوس نیوز

نور جلال جلالي: د سنتي طب د معياري كېدو لپاره ګډ كار ته اړتيا ده.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د سنتي او یوناني طب د فعالیتونو د ارزونې په غونډه کې د دغه سکټور پر معیاري کولو ټینګار کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په اېکس کې ليکلي، چې په کابل کې د یوناني او دودیز طب د فعالیتونو د ارزونې او د راتلونکو لومړیتوبونو د ټاکلو په موخه ځانګړې ناسته ترسره شوې ده. په دغه ناسته کې د وزارت مسوولینو او د مرکز او ولایتونو څخه د یوناني طب استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې ناسته کې له استازو غوښتي چې د سنتي طب د معیاري کولو په برخه کې د قوانینو او د وزارت د لارښودونو په عملي کولو کې بشپړه همکاري وکړي. هغه ویلي، د دې سکټور د سمې تنظیم لپاره ګډ کار ضروري دی، څو ټول مسوولین خپلې دندې په ایماني او وجداني توګه ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه د خپل وروستي سفر پر مهال هند ته د سنتي، ایورویدي او یوناني طب له وزیر سره د لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان کې د سنتي طب د پرمختګ لپاره د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.