په خېبر پښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسلهوالو ډلو د ډرون بریدونو لړۍ چټکه شوې ده. د پولیسو د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې ټولټال ۱۸۲ ډرون بریدونه ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۰۰ بریدونه یوازې په وروستیو پنځو میاشتو کې ترسره شوي دي.
ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د دغو بریدونو تر ټولو لویه برخه په شمالي وزیرستان او بنو ولسوالیو کې شوې ده. امنیتي سرچینې وايي، وسلهوالو د ډرونونو کارونه د خپلو بریدونو په نوې تګلارې بدله کړې او په ځانګړي ډول یې امنیتي پوستې، حوزې او ګزمې په نښه کړي دي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د پولیسو پر حوزو او پوستو ۸۲ ډرون بریدونه شوي چې ډېری یې په قبایلي سیمو کې رامنځته شوي دي. چارواکي وايي، د ثبت شویو بریدونو ترڅنګ په سلګونو نورې هڅې هم د امنیتي ځواکونو له خوا هدف ته له رسېدو مخکې شنډې شوي دي.
د امنیتي چارو شنونکي باور لري چې د ډرونونو کارول د وسلهوالو د جګړې په تکتیکونو کې مهم بدلون ښيي او د امنیتي ادارو لپاره یې نوې ننګونې رامنځته کړي دي. د دې ګواښ د مخنیوي لپاره پولیسو او نورو امنیتي ادارو د ډرون ضد ټکنالوژۍ او ځانګړو څارنیزو سیستمونو کارول زیات کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








