پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته په اسلاماباد کې رسمي احتجاجي ليک سپارلی، وروسته له هغې چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید ترسره شو.
اسلاماباد ادعا کوي چې دا برید د هغو وسلهوالو له لوري پلان شوی چې په وینا یې، په افغانستان کې مېشت دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پلټنو، استخباراتي معلوماتو او تخنیکي شواهدو له مخې ښکاري چې د دې برید طرحه له افغان خاورې شوې ده.
یاد وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او اسلام اباد حق لري چې د خپلو امنیتي ځواکونو او ولس د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو راپورونو له مخې په افغانستان کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د موجودیت او نسبي فعالیت یادونه شوې ده.
پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د دغو ډلو پر ضد «واضح، عملي او د تایید وړ» ګامونه پورته کړي. اسلام اباد وایي، سره له څو پړاوه خبرو او د سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو، تر اوسه کوم محسوس بدلون نه دی رامنځته کړي.
پاکستان خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، نو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره به قاطع اقدامات وکړي.
بل لور ته طالبانو تر اوسه د دې وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې تل ویلي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دا ډول ادعاوې ردوي.
دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له تېرو میاشتو راهیسې کړکېچن حالت لري، سره له دې چې په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه مذاکرات ترسره شوي، خو لا هم کومه د پام وړ پایله نه ده ترلاسه شوې.
لیکوال:سعید سمیر








