TOOSnews
اعلان
پاكستاني پوليسو يوه فرانسوۍ مېرمن او د هغې ماشومان له كورني بنده آزاد كړل.
نړۍټوس نیوز

پاكستاني پوليسو يوه فرانسوۍ مېرمن او د هغې ماشومان له كورني بنده آزاد كړل.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د باړې په تحصیل کې پاکستاني پولیسو یوه ۵۴ کلنه فرانسوۍ مېرمن او د هغې پنځه ماشومان له داسې کور څخه ژغورلي چې ویل کېږي نوموړې پکې له کلونو راهیسې له محدودیتونو او ناوړه چلند سره مخ وه.

د پولیسو چارواکو په وینا، یادې مېرمنې له څو کلونو وړاندې له یوه پاکستاني وګړي سره واده کړی و او له ۲۰۱۴ کال راهیسې په باړه کې اوسېده. د یوې ترلاسه شوې اطلاع پر بنسټ امنیتي ځواکونو د هغې د استوګنې پر ځای عملیات ترسره کړل او مېرمن یې له ماشومانو سره یو ځای خوندي ځای ته ولېږدوله.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، مېرمنې پولیسو ته ویلي چې مېړه یې ورسره ناسم چلند کاوه او په ازاد ډول یې له کوره د وتلو اجازه نه لرله.

پولیسو نوموړې او د هغې ماشومان د خوندیتوب په موخه د پېښور د ښځو پولیسو مرکز ته انتقال کړي دي. بلخوا د مېرمنې د مېړه پر ضد قانوني دوسیه هم ثبت شوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

راپورونه زیاتوي چې فرانسوۍ مېرمن غواړي خپل هېواد فرانسې ته ستنه شي. همداراز په پاکستان کې د فرانسې سفارت ته هم د دې قضیې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.