د کانګو په ډیمومراټیک جمهوریت کې د ابولا ویروس د چټک خپرېدو سره هممهاله، د افریقا روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په ککړو سیمو کې وضعیت په اندېښمنوونکي ډول خرابېږي او د دغه هېواد کمزوری روغتیايي نظام د بحران بشپړ ځواب ویلو توان نه لري.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې تر اوسه لږ تر لږه ۱۷۷ کسان د ابولا ویروس له امله مړه شوي دي. روغتیايي چارواکي وایي ښايي د قربانیانو اصلي شمېر د ثبت شویو ارقامو څخه ډېر وي.د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې په کانګو کې د دې ناروغۍ له ۹۰۰ څخه ډېر مشکوک موارد پېژندل شوي دي.
د دې وژونکې ناروغۍ خپرېدو، په ځانګړي ډول د کانګو په ختیځو سیمو کې، پر کمامکاناته روغتونونو او کلینیکونو سخت فشار راوستی دی. ډېری روغتیايي مرکزونه د ډاکټرانو، محافظتي تجهیزاتو او لومړنیو روغتیايي امکاناتو له شدید کمښت سره مخ دي او د ناروغانو د زیاتېدونکي شمېر د درملنې توان نه لري.
د بونیا ښار په یوه روغتون کې روغتیايي کارکوونکي پرته له دستکشو او کافي تجهیزاتو د ناروغانو پاملرنه کوي. راپورونه ښيي چې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم په ابولا ویروس اخته شوي دي. د نړیوالو مالي مرستو کمېدو له امله ځینو روغتیايي مرکزونو خپل ټولنیز کارکوونکي او روانپوهان هم له دندو ګوښه کړي دي.
د روغتیايي بحران ترڅنګ، ناامني او د وسلهوالو ډلو بریدونو د ناروغۍ د مهار بهیر لا ستونزمن کړی دی. راپورونه وایي چې په داعش پورې تړلو وسلهوالو کسانو وروستیو بریدونو، چې د ککړو سیمو ترڅنګ ترسره شوي، یو شمېر ملکي وګړي وژلي او زیانمنو سیمو ته یې د روغتیايي ټیمونو لاسرسی محدود کړی دی.
روغتیايي چارواکي وایي چې پر درملیزو ټیمونو د خلکو د باور نشتوالی او د دودیزو جنازو دوام د ناروغۍ د لا پراخېدو خطر زیات کړی دی. د هغوی په وینا، د ابولا د قربانیانو جسدونه ډېر ساري وي او له هغوی سره مستقیم تماس کولی شي ویروس انتقال کړي.
په همدې حال کې،اوګاند او رواندا د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت سره خپلې ځینې پولې تړلي او پر سرحدي تګراتګ یې محدودیتونه لګولي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې جګړه، فقر او د روغتیايي زیربناوو کمزورتیا د ابولا د مهار بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. هغوی ټینګار کوي چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د قربانیانو شمېر او د ناروغۍ خپرېدل به نور هم زیات شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








