TOOSnews
اعلان
پنټاګون: له ایران سره جګره تر اوسه پورې امریکا ته د ۲۹ میلیارده ډالرو په لګښت تمامه شوې ده.
نړۍټوس نیوز

پنټاګون: له ایران سره جګره تر اوسه پورې امریکا ته د ۲۹ میلیارده ډالرو په لګښت تمامه شوې ده.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان کړی چې د امریکا جګړه له اسلامي جمهوریت سره تر اوسه پورې ۲۹ میلیارده ډالره لګښت کړی دی. دغه نوې شمېره د تېرې میاشتې په پای کې وړاندې شوي اټکل سره، څلور میلیارد ډالرو په پرتله زیاتوالی ښيي.

جولز هرسټ، د پنټاګون د محاسبې ادارې سرپرست، د سه شنبې په ورځ د امریکا د استازو مجلس د بودیجې فرعي کمېټې ته وویل چې دغه لګښتونه د تجهیزاتو نوي کولو، ترمیم او ځای پر ځای کولو ترڅنګ، د عملیاتو لګښتونه هم شامل دي.

وال سټریټ ژورنال په خپل راپور کې لیکلي چې دغه ۲۹ میلیارده ډالره «وروستي» نه دي او پنټاګون لا هم په بیاکتنه کې دی.

لا تر اوسه نه دی څرګنده چې پنټاګون څنګه دې ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. یوې سرچینې په مارچ میاشت کې رویټرز ته ویلي و چې د ټرمپ حکومت اټکل کړی و چې یوازې د جګړې لومړنۍ شپږ ورځې لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.

پنټاګون د اپرېل په ۲۹ مه اعلان وکړ چې په هغه وخت کې د جګړې لګښت ۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.