د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، اوس د توافق لپاره تر ټولو غوره وخت دی، ځکه د نوموړي په وینا، په ایران کې انسجام، ځواک او یووالی موجود دی.
پزشکیان د شنبې په ورځ، د زمري په ۱۷مه، په یوه خبري غونډه کې وویل: «زما په باور اوس د توافق لپاره تر ټولو غوره وخت دی؛ ځکه چې په هېواد کې انسجام، قدرت او یووالی موجود دی.»
هغه زیاته کړه، که مقابل لوری د توافق لپاره مخکې لاړ شي، ایران هم چمتو دی چې ورسره همغږی حرکت وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې ایران به د زور تر فشار لاندې توافق ونه کړي.
د ایران ولسمشر وویل، جګړه د تل لپاره دوام نه شي کولی او بالاخره باید په یوه مرحله کې پای ته ورسېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې ستونزې یوازې د جګړې له لارې نه حل کېږي او د سولې لپاره باید پر بېلابېلو اړخونو کار وشي.
پزشکیان همداراز وویل، ایران هڅه کوي د سولې په لاره کې د هغو مواردو پر بنسټ حرکت وکړي چې په تفاهملیک کې پرې بحث شوی و.
په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان مرستیال حمیدرضا حاجيبابايي له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم امکان رد کړی او ویلي یې دي چې ایران به هېڅکله له امریکا سره تفاهم ته ونهرسېږي.
حاجيبابايي ادعا کړې چې امریکا د «لوی اسرائیل» د پروژې د جوړولو لپاره غواړي ایران له منځه ولاړ شي.
لیکوال:سعید سمیر








