راپورونه ښيي چې ایران او امریکا د یوه احتمالي تړون پر لور نږدې شوي، چې دا موضوع د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ کوونکو ترمنځ د نظر اختلافات هم را برسېره کړي دي. په همدې وخت کې، د دې تفاهم په اړه د ګمانونو د زیاتېدو سره، په څو ښارونو کې یو شمېر مخالفینو لاریونونه کړي، او ځینو حکومتي څېرو هم د دې مخالفتونو په اړه غبرګونونه ښودلي دي.
په داسې حال کې چې امریکايي او پاکستاني چارواکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د یوه توافق د چوکاټ د نږدې کېدو خبر ورکړی، د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو لا تر اوسه د دې تفاهم د لاسلیک لپاره مشخص وخت نه دی تایید کړی.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې له اسلامي جمهوریت سره هوکړه به د غبرګولي په ۲۴مه، د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي. همدارنګه شهباز شریف ویلي چې دواړه لوري د سولې د یوه توافق پر چوکاټ هوکړې ته رسېدلي او اسلاماباد د دې د الکترونیکي لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي.
خو اسماعیل بقایي ټینګار کړی چې د یکشنبې په ورځ به د هوکړې لاسلیک ونه شي، خو امکان شته چې دا بهیر په راتلونکو ورځو کې وروستۍ بڼه واخلي.
په همدې حال کې، له امریکا سره د احتمالي هوکړې د لاسلیک احتمال د ایران د حکومت د ځینو ملاتړو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په مشهد او تهران ښارونو کې یو شمېر معترضان د دې تفاهم پر ضد راټول شوي دي.
په مشهد کې یوې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ دفتر مخې ته لاریون کړی او د عباس عراقچي پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.لاریون کوونکو هغه د سازش په تور تورن کړی.
په تهران کې هم یو شمېر لاریون کوونکو د عباس عراقچي او محمدباقر قالیباف پر ضد شعارونه ورکړي او له امریکا سره د احتمالي هوکړې پر بهیر یې انتقاد کړی دی.
د احتمالي هوګړې مخالفت یوازې تر سړکونو محدود نه دی پاتې شوی. کامران غضنفري ادعا کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي له ټاکل شویو سرو کرښو اوښتي دي، او له همدې امله هر ډول هوکړه له امریکا سره مشروعیت نه لري.
همدارنګه د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مرستیال ویلي چې امریکا به له دې توافق څخه بشپړه ګټه ترلاسه کړي؛ هغه موضوع چې د حکومت د ځینو نورو څېرو له غبرګون سره مخ شوې ده.
له بلې خوا، محمدمهدي میرباقري د زیاتېدونکو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې حتی که احتمالي تفاهم بشپړ مثالي هم نه وي، باید په ټولنه کې اضطراب او اندېښنه رامنځته نه شي. هغه له معترضینو غوښتي چې د تاوتریخوالي فضا له لا زیاتېدو څخه ډډه وکړي.
عباس صالحي هم د مخالفو لاریونونو په اړه ویلي چې اختلافونه باید د ټولنې د وېش او تفرقې سبب نه شي، او له منتقدینو یې غوښتي چې ملي یووالی وساتي.
په همدې حال کې، د امریکا د حکومت یو لوړپوړي چارواکي فاکس نیوز ته ویلي چې واشنګټن باور لري له تهران سره د یوه توافق چوکاټ رامنځته کېدونکی دی. د هغه په وینا، دا توافق به د اسلامي جمهوریت له خوا د ځینو ژمنو او له امریکا له لوري د ځینو بندیزونو د کمېدو په بدل کې وي.
ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې دا هوکړه کولی شي د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي، او د شرایطو له تثبیت وروسته به د ایران په تأسیساتو کې د پاتې اټومي موادو په اړه پرېکړه وشي.
سره له دې څرګندونو، ځینې شنونکي باور لري چې د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ د احتمالي هوکړې د جزئیاتو په اړه لا هم توپیرونه شته. ریچارد هاس هم ویلي چې تر څو پورې د دې هوکړې جزئیات او واقعیتونه روښانه نه شي، باید د ګمانونو پر بنسټ قضاوت ونه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








