TOOSnews
اعلان
قانع:ډاكټر نجيب اللّه راته وويل، كه افغاني محكمه وي، حاضر یم چې  محاكمه شم.
افغانستانټوس نیوز

قانع:ډاكټر نجيب اللّه راته وويل، كه افغاني محكمه وي، حاضر یم چې محاكمه شم.

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال او سیاسي څېړونکی عصمت قانع وايي، چې نوموړی یو وخت د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ليدو ته ورغلی و.

قانع زیاتوي چې د دغه لیدنې پر مهال ډاکټر نجیب الله ورته ویلي وو چې که د ده لپاره افغاني محکمه موجوده وي، نو دی چمتو دی چې محاکمه شي، او که ګرم وبلل شي نو د افغان میندو په لاس جوړو شویو پړو باندې دې اعدام شي.

قانع د خپل روایت په دوام کې د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، کله چې اوسني حاکمان کابل ته داخل شول، یوه ډله (چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم) ډاکټر نجيب الله غیر رسمي او په صحرایي ډول اعدام کړو.

له تاریخي پلوه، ډاکټر نجیب الله د ۱۹۹۶ کال په سپتمبر میاشت کې، کله چې کابل د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی، له خپل پناه ځایه ونیول شو. هغه وروسته د یوې صحرایي او غیر رسمي محاکمې له بهیر سره مخ شو او په همدې جریان کې ووژل شو. دا پېښه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د سیاسي بدلونونو تر ټولو جنجالي او دردونکې پېښه ګڼل کېږي.

عصمت قانع ټینګار کوي چې خپل‌سري مجازات نه په دیني اصولو کې جواز لري او نه هم د نړیوالو قوانینو له مخې، او دا ډول کړنې د قانوني عدل له چوکاټ څخه بهر دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.