قطر له متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۲۶ تر سپټمبر پورې ټول افغان کډوال چې د السیلیه کمپ کې میشت دي، له دې مرکز څخه ولېږدوي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې دغه کسان د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته په ۲۰۲۱ کال کې قطر ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، تر ۱۱۰۰ څخه زیات افغانان لا هم د دوحې په نږدې السیلیه کمپ کې حضور لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسنادو پربنسټ، دوحې او واشنګټن مخکې له دې توافق کړی و چې د دې کسانو استوګنه به په دې هېواد کې لنډ مهاله وي او د دوی د بیا مېشتېدو بهیر تر ۲۰۲۶ کال پورې بشپړ شي. قطري چارواکو ټینګار کړی چې د دې مهلت له پای څخه وروسته به د دې کسانو د لېږد او استوګنې بشپړ مسؤولیت د متحده ایالاتو پر غاړه وي.
همدارنګه، جین شاهین، د امریکا د سېنا لوړپوړي غړي، له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو متحدینو پر وړاندې د واشنګټن ژمنو ته ژمن پاتې شي. په ورته مهال کې، د دې امکان وړ وړاندیز چې د دې کډوالو یوه برخه کانګو ته انتقال شي، د بشري حقونو د ادارو له منفي غبرګون سره مخ شوی او د دغو کورنیو د راتلونکي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








