د کډوالو نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله، د بېپولې خبریالانو سازمان اعلان کړی چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ میلادي کلونو پورې، ۱,۴۶۸ خبریالان چې د دې بنسټ له ملاتړ څخه برخمن وو، له ۶۵ هېوادونو څخه د ګواښ، زندان او د مرګ له خطره تښتېدلي او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. د راپور له مخې، نږدې نیمايي دا خبریالان د افغانستان اتباع دي.
په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه، خپور شوی، ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د نړۍ د خبریالانو د جلاوطنۍ له مهمو مرکزونو څخه ګرځېدلی دی. دغه سازمان وایي چې په دې موده کې ۶۷۷ افغان خبریالان د دې ادارې په ملاتړ له هېواد څخه وتلي دي.
د راپور له مخې، هغه افغان خبریالان چې د دې سازمان په مرسته له هېواد څخه وتلي، اوس د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې ژوند کوي. بېپولې خبریالان دا بهیر د معاصر تاریخ له تر ټولو لویو د آزادو خبریالانو د جلاوطنۍ څپو څخه بللی دی.
دغه سازمان زیاتوي چې تر ټولو ډېر د افغان خبریالانو وتل په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوي، هغه کال چې ۱۸۳ خبریالان اړ شول له هېواد څخه ووځي. د دوی په وینا، دا لړۍ لا هم روانه ده او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې هم ۸۲ نور خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي.
بېپولې خبریالان ټینګار کوي چې د هغو افغان خبریالانو واقعي شمېر چې په وروستیو کلونو کې له هېواد څخه وتلي، ښايي تر دې ثبت شویو ارقامو ډېر وي، ځکه ډېر یې له نورو لارو کډوال شوي او په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.
دغه سازمان همدارنګه خبرداری ورکړی چې ډېر افغان خبریالان حتی له هېواد څخه تر وتلو وروسته هم له امنیتي او حقوقي ستونزو سره مخ دي. په راپور کې ویل شوي چې یو شمېر دا خبریالان په کوربه هېوادونو کې لا هم د جبري بېرته ستنېدو یا د اقامتي محدودیتونو له خطر سره مخ دي.
بېپولې خبریالانو په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پراخ ایستلو له پیل وروسته، لږ تر لږه ۵۰ خبریالان په زور بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې په پاکستان کې د ډېرو افغان خبریالانو د اقامې ویزې هم نه تمدید کېږي او هغوی په نامعلوم حقوقي وضعیت کې پاتې دي.
د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې په افغانستان کې دننه د رسنیو د فعالیت چاپېریال لا هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دی. د بېپولې خبریالانو په وینا، اوس مهال لږ تر لږه پنځه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي: «د افغان خبریالانو لپاره هر کال انتخابونه محدودېږي؛ له رسنیز ډګر څخه ورکېدل، جلاوطني یا د بند خطر.»
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه لګولي دي. په دې موده کې د رسنیو د فعالیت د درولو، د خبریالانو د نیولو او د رسنیزو خپرونو د محدودولو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او د رسنیو فعالان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواد څخه وتلي او بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو او د امریکا متحده ایالاتو ته یې پناه وړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








