TOOSnews
اعلان
د ننګرهار او لغمان له ولایتونو څخه راپورونه؛ښځو ته له محرم پرته د اجناسو پلور منع شو.
افغانستانټوس نیوز

د ننګرهار او لغمان له ولایتونو څخه راپورونه؛ښځو ته له محرم پرته د اجناسو پلور منع شو.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې راپور ورکوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مامورينو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال‌آباد ښار او د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې هټیوالو ته امر کړی چې ښځو ته د شرعي محرم پرته هېڅ ډول توکي ونه پلوري، په ځانګړي ډول هغه اجناس چې د ښځو لپاره وي.

د سرچينو په وينا، دا لارښوونه په وروستيو ورځو کې د طالبانو د مامورينو له خوا د دواړو ولايتونو په بازارونو او د ښځينه توکو د خرڅلاو په هټیو کې د څارنې پر مهال ابلاغ شوې ده.

د مهترلام ښار يوه هټیوال رسنيو ته ويلي چې د طالبانو مامورينو خبرداری ورکړی، که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، د هټیوال به د څلورو ورځو لپاره زنداني کېږي او هټۍ به يې د دوو اوونيو لپاره تړل کېږي.

ځايي سرچينې همدارنګه وايي چې د ننګرهار د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مسوولينو د دې ولايت له ديني عالمانو او د جوماتونو له امامانو سره په ليدنو کې د «بې حجابو» ښځو د عامه حضور د مخنيوي او د ډلې د احکامو د بشپړ تطبيق ټينګار کړی دی.

طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون له تصويب وروسته په ټولنه کې پر ښځو لا زيات محدوديتونه لګولي دي. د دغو محدوديتونو له مخې، ښځې د نارينه محرم له ملګرتيا پرته د سفر اجازه نه لري.

دې ډلې تر دې مخکې هم د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې ورته فرمانونه صادر کړي او له هټیوالو يې غوښتي وو چې له محرم څخه پرته ښځو ته د توکو له خرڅولو ډډه وکړي.

همدارنګه داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان په ځينو ولايتونو کې روغتونونو، روغتيايي مرکزونو او د ترانسپورټ چلوونکو ته امر کړی چې پرته له محرمه ښځو ته خدمات مه وړاندې کوئ او هغوی مه لېږدوئ.

د دې راپور تر خپرېدو پورې، د طالبانو چارواکو د دغو فرمانونو او د هغو د تطبیق د جزئياتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.