راپورونه ښيي چې جاوید نیازی څو ورځې وړاندې په افغانستان کې محاکمه شوی دی؛ داسې محاکمه چې د سرچینو په وینا د کورنۍ د غړو، د رسنیو د استازو او د خپلواکو څارونکو له حضور پرته ترسره شوې ده. همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د ښاغلي نیازي کورنۍ تر اوسه نه ده توانېدلې له هغه سره لیدنه وکړي، او تمه کېږي چې د محکمې وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
دا وضعیت د قضایي بهیر د شفافیت، د تورن د کورنۍ ته د لاسرسي حق او د عادلانه محاکمې د اصولو د رعایت په اړه جدي پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي دي.له ښاغلي نیازي سره د کورنۍ د لیدو نشتوالی او د رسنیو او څارونکو بنسټونو د لاسرسي نه شتون د موجودو ابهامونو کچه لا زیاته کړې ده.
ځینې څارونکي او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې د قضیو د څېړنې په بهیر کې د شفافیت رعایت او د قانوني څارنې د امکاناتو برابرول د عدالت د تأمین او د قضایي بهیرونو په اړه د عامه باور د پیاوړتیا مهم اصول ګڼل کېږي.
په همدې تړاو، د مسئولانو څخه غوښتنې زیاتې شوي دي چې د ښاغلي جاوید نیازي د وضعیت، د هغه د ساتنې د شرایطو او د هغه د قضیې د څېړنې په اړه روښانه معلومات وړاندې کړي. همدارنګه له چارواکو غوښتل شوي چې د کورنۍ او اړوندو بنسټونو لپاره د حقوقي اصولو او انساني معیارونو مطابق د لاسرسي زمینه برابره کړې.
څارونکي ټینګار کوي چې د ښاغلي جاوید نیازي برخلیک باید د چوپتیا او ابهام په فضا کې نه وي ټاکل شوی، او عدالت، شفافیت او د هر فرد اساسي حقونه باید د قضایي بهیر په ټولو پړاوونو کې په پام کې ونیول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








