TOOSnews
اعلان
د ۱۵ اروپایي هېوادونو استازو په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنه کړې.
نړۍټوس نیوز

د ۱۵ اروپایي هېوادونو استازو په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنه کړې.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروپايي ټولنې استازو د سې‌شنبې په ورځ په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د اروپايي کمیسیون یوې باخبره سرچینې رسنیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دې سرچینې په وینا، د خبرو اترو اصلي محور د هغو پناه غوښتونکو وضعیت و چې جدي جرمونه یې ترسره کړي یا د کوربه هېوادونو له خوا د عامه امنیت لپاره د ګواښ په توګه پېژندل شوي دي.

دغه اروپايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي، ویلي چې خبرې اترې د دغو کسانو د پېژندنې، د سفر د اسنادو د صادرولو او افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنولو د میکانیزم په اړه ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو لویه برخه د هغو کسانو بېرته ستنولو ته ځانګړې شوې وه چې جدي جرمي مخینه لري یا له امنیتي پلوه خطرناک ګڼل کېږي.

د دغه چارواکي په وینا، د بروکسل غونډه د هغو تخنیکي خبرو اترو دوام و چې د ۲۰۲۶ کال په جنوري میاشت کې په کابل کې د دواړو لورو ترمنځ ترسره شوې وې.

هغه همدارنګه وویل چې د اروپايي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو وزیرانو او د شینګن حوزې همکارو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې په یوه ګډ لیک کې له اروپايي کمیسیون څخه غوښتنه کړې وه چې له طالبانو سره د افغان مهاجرینو د بېرته ستنولو او بیا منلو په اړه تخنیکي اړیکې او خبرې اترې د ټولې اتحادیې په کچه همغږې کړي.

په دغه لیک کې ټینګار شوی و چې د هغو کسانو بېرته ستنول چې جدي جرمونه یې کړي یا د عامه امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، د لاسلیک کوونکو هېوادونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

دا غونډه د اروپايي کمیسیون د اړوندو برخو او د سوېډن په همکارۍ ترسره شوې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.