د کابل لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي د تخلیې او مصادرې په اړه د طالبانو د حکم له صادرېدو وروسته، د دغه ښارګوټي یو پلاوی د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته روان شوی دی. د سرچینو په وینا، د دې سفر موخه د عدالت غوښتنه او د طالبانو له مشر څخه په مستقیم ډول د ښارګوټي د تخلیې د حکم د مخنیوي غوښتنه ده.
سرچینو تایید کړې چې دغه ۳۰ کسیز پلاوی د سېشنبې ماښام، د زمري ۱۳مه، له کابل څخه کندهار ته روان شوی دی. ترلاسه شوي انځورونه هم ښيي چې د امید سبز ښارګوټي استازي په څو بسونو کې کندهار ته تللي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه پلاوی به د طالبانو له مشر سره په لیدنه بریالی شي که نه. د سرچینو په وینا، وروسته له هغې چې د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو هڅې په کابل کې بې پایلې شوې، د هغوی استازو پرېکړه وکړه چې د طالب مشر د پام رااړولو لپاره په مستقیم ډول کندهار ته سفر وکړي.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په دې وروستیو کې د دغه ښارګوټي د تخلیې امر صادر کړی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري تر ۱۵مې، پنجشنبې ورځې، مهلت ورکړی چې خپل کورونه تخلیه کړي.
سرچینو همداراز زیاته کړې چې د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین ژمنه کړې چې دا موضوع به تعقیب کړي. نوموړی د هبت الله اخوندزاده له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، دې پرېکړې د امید سبز ښارګوټي د زرګونو کورنیو ترمنځ اندېښنه او بې برخلیکه حالت رامنځته کړی دی. دغو سرچینو د طالبانو د عدلیې وزیر هم تورن کړی چې د هزارهګانو او شیعهګانو پر وړاندې تبعیضي چلند کوي.
په کابل کې د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان کال د غویي په میاشت کې د دغه ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت کړه. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون اعلان وکړ چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې د امید سبز ښارګوټي د ځمکو یوه برخه دولتي ده.
طالبانو د ۱۴۰۴ کال د وري په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د دغو ځمکو د ملکیت د ارزونې بهیر پیل او دوسیه یې وڅېړي.
په وروستیو کلونو کې د اهل تشیع د علماوو شورا استازو هم د طالبانو له مشر سره د لیدنې هڅه کړې او یو پلاوی یې کندهار ته استولی و، خو تر اوسه یې له هغه سره د لیدنې بریا نه ده ترلاسه کړې.
هبت الله اخوندزاده په ندرت سره د طالبانو له چارواکو سره لیدنې کوي او عامه یا ولسي لیدنې هم نه ترسره کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








