TOOSnews
اعلان
مقاومت جبهه: افغانستان د تاريخ په يوه حساس او برخليک ټاكونكي پړاو كې دى.
افغانستانټوس نیوز

مقاومت جبهه: افغانستان د تاريخ په يوه حساس او برخليک ټاكونكي پړاو كې دى.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مقاومت جبهې د جمهوري نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان د خپل تاریخ په یوه «حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو» کې دی.

دغې جبهې د طالبانو حکومت «ناقانونه او ځپونکی» بللی او ادعا یې کړې، چې پنځه کاله وړاندې د جمهوري نظام نسکورېدل او د طالبانو بیا واک ته رسېدل د یوې «پېچلې کورنۍ او نړیوالې دسیسې او جوړجاړي» پایله وه.

مقاومت جبهې د طالبانو د پنځو کلونو واکمني پر زور، تاوتریخوالي، انحصار غوښتنې، له قانون څخه سرغړونې او د ملي شتمنیو پر لوټولو ولاړه بللې ده. جبهې همداراز طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو، د مدني ازادیو د ځپلو او له ترهګرو شبکو څخه د ملاتړ په تور تورن کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د طالبانو تګلارو افغانستان له نړۍ سره لا زیات منزوي کړی او دغه ډله یې د یوه «قبیلوي او ځپونکي» جوړښت په رامنځته کولو تورنه کړې ده.

مقاومت جبهې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د یوه مشروع، ولسواک او قانون‌محور نظام د رامنځته کېدو غوښتنه یې کړې ده. د جبهې په وینا، راتلونکی نظام باید د ازادۍ، برابرۍ، ټولنیز عدالت او د ښځو د حقونو پر بېرته راګرځولو ولاړ وي.

دغې جبهې همداراز د افغانستان د ډیپلوماټیکې انزوا، بندیزونو او له سیمه‌ییزې او نړیوالې ټولنې سره د ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د امنیت، شفافیت، عامه هوساینې او له نورو هېوادونو سره د مسوولانه اړیکو پر ټینګښت یې ټینګار کړی دی.

مقاومت جبهې په پای کې ویلي، چې تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو افغانستان «د استبداد او ترهګرۍ له منګولو څخه په بشپړه توګه ازاد» او د دوی په اعلامیه کې مطرح شوې غوښتنې عملي شوې نه‌ وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.