TOOSnews
اعلان
رویټرز: ایران له چین څخه اوږه‌ویشتونکي دفاعي سیستمونه پېرلي دي.
نړۍټوس نیوز

رویټرز: ایران له چین څخه اوږه‌ویشتونکي دفاعي سیستمونه پېرلي دي.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رویټرز خبري اژانس د «باخبره سرچینو» په حواله راپور ورکړی چې ایران له چین څخه د اوږه‌وړونکو هوايي دفاعي توغندیو سیستمونه پېرلي دي.

رویټرز چهارشنبې، د زمري ۷مه په خپل راپور کې لیکلي چې ایران به «په راتلونکو څو اونیو کې» تر ۴۰۰ پورې چینايي اوږه‌وړونکي توغندیز سیستمونه ترلاسه کړي.

دې رسنۍ ته درېیو باخبره سرچینو ویلي چې د دې تړون ارزښت شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ میلیونه امریکايي ډالره دی.

د راپور له مخې، ایران به د خپلې لنډواټنه هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې د هوايي دفاع وږه وړونکي توغنديز سیستمونه، ترلاسه کړي.

یوې «اروپايي امنیتي سرچینې» رویټرز ته ویلي چې د دوی د هېواد چارواکي ایران ته د «کیو ډبلیو » ماډل اوږه‌وړونکو توغندیز سیستمونو د احتمالي پلور له څو تړونونو خبر دي.

په راپور کې راغلي چې دغه قرارداد د ژونګ‌کینګ بائوشانګ نړیوالې پانګونې شرکت سره لاسلیک شوی، چې په هانګ کانګ کې مېشت دی. د سرچینو په وینا، دغه شرکت د ایراني لوري او چینايي عرضه کوونکي ترمنځ د منځګړي په توګه فعالیت کوي.

باخبره سرچینو ویلي چې دا جوپه به د چین له لوېدیځ ښار اورومچې څخه پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به ایران ته انتقال شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اړوند راپورونه «په بشپړه توګه بې‌بنسټه» دي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو ادارې (آی اس پی آر) هم په دې موضوع کې د اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې هغه ګنګوسې چې ګواکي پاکستان له چین څخه ایران ته د هوايي دفاعي وسلو په رسولو کې رول لري، «په بشپړه توګه جعلي او ناسمې» دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.