رضا پهلوي، د ايران پخوانی وليعهد، اعلان کړی چې د امريکا متحده ايالاتو او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ وروستی سوله ييز توافق د ايران د خلکو لپاره «خيانت» بولي. هغه ويلي چې د دې توافق د پيل شويو مذاکراتو په بهير کې د ايراني وګړو غوښتنې او مطالبې له پامه غورځول شوي دي.
هغه په لندن کې له برېټانوي رسنۍ ډېلي مېل سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لسګونه زره لاريون کوونکي، چې د هغه په وينا د مرغومي مياشتې د پراخو اعتراضونو پر مهال وژل شوي، «د اټومي توافق يا د هرمز تنګي د بيا پرانېستلو لپاره نه وو وژل شوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د پاکستان په منځګړيتوب يو تفاهم ليک لاسليک کړی چې موخه يې د منځني ختيځ د وروستيو شخړو پای ته رسول دي.
د امريکا حکومت دغه هوکړه يوه «بريا» بللې، خو دغه هوکړه د بېلابېلو سياسي څېرو او جريانونو له لوري له متفاوتو غبرګونونو او تعبيرونو سره مخ شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








