د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان روان بحران یوازې د ښځو د زدهکړو او کار له محدودیتونو سره نه شي تړل کېدای، بلکې د طالبانو د واک له جوړښت سره مستقیمه اړیکه لري.
صالح پر خپله اېکس پاڼه ویلي، طالبان باید خبرو ته ونه بلل شي او د خبرو د ګټو په اړه هم باید ورته توضیحات ورنه کړل شي، ځکه د هغه په باور، دا کار د طالبانو د مخالفانو په زیان تمامېږي.
هغه همداراز ویلي، د افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه امریکا ته د مشورو اړتیا نشته، ځکه د هغه په وینا، واشنګټن دواړه لوري پېژني او په ځینو مواردو کې یې د دواړو ملاتړ کړی دی.
صالح پر خپلو پلویانو غږ کړی چې پر مترددو کسانو حساب ونه کړي او د طالبانو پر ملاتړو خپل وخت ضایع نه کړي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې د هغې مبارزې او ځواک په اړه چې خبرې کوي، په عملي ډګر کې یې هم وښيي.
نوموړي د جمهوري نظام پر ځینو پخوانیو چارواکو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی باید ځانونه د جمهوریت د سقوط کارپوهان ونه بولي، بلکې پر خپل رول او مسوولیت تمرکز وکړي. هغه د جمهوري نظام د چارواکو له لوري د جمهوري نظام پر ضد مرکې «سپک کار» بللی دی.
صالح طالبان واک ته د رسېدو پر مهال له بهرنیانو سره پر جوړجاړي، په داخل کې پر جنایتونو او د بېلابېلو وسایلو پر کارولو تورن کړي دي. هغه د ښځو او ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېلو پېښو ته په اشاره ویلي چې طالبان د تبلیغاتي هڅو له لارې نه شي سپینېدای.
هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې پر خپلې مبارزې باور ولري او ونه وېرېږي. د صالح په وینا، د طالبانو مخالفانو روانې مبارزې د دې ډلې پر اعصابو فشار راوستی او د طالبانو ځینو غړو د منطق پر ځای ښکنځلو او کوڅهیي ادبیاتو ته مخه کړې ده.
صالح وايي، طالبان ګڼې کمزورۍ لري، خو ډېری کسان یې یوازې پر قوتونو تمرکز کوي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې د طالبانو پر کمزوریو تمرکز وکړي، ځکه د ده په باور، په دې صورت کې به د طالبانو د واک پای ته رسول اسانه ښکاره شي او خلک به د مبارزې لپاره لا ډېر وهڅول شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ملي بحران باید یوازې د ښځو د زدهکړو، کار او حقونو په موضوع محدود نه شي. د هغه په وینا، دا محدودیتونه د ستونزې یوازې یوه برخه ده او اصلي تمرکز باید د طالبانو د واک پر جوړښت وي، ځکه که دغه جوړښت پر خپل ځای پاتې وي، یوازې د پوهنتونونو د دروازو پرانیستل د افغانستان اساسي ستونزې نه شي حل کولای.
لیکوال:سعید سمیر








