TOOSnews
اعلان
سمېع سادات: له طالبانو سره سياسي مبارزه پاى ته رسېدلې، د «محارب» عمليات مو پيل كړي.
افغانستانټوس نیوز

سمېع سادات: له طالبانو سره سياسي مبارزه پاى ته رسېدلې، د «محارب» عمليات مو پيل كړي.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، له طالبانو سره د سیاسي مبارزې پړاو پای ته رسېدلی او اوس د ده په وینا، د استبدادي نظام د نسکورولو لپاره وسله‌واله مبارزه پیل شوې ده.

سادات له یوې امریکایي پوځي خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې متحدې جبهې د «محارب» په نوم نوي عملیات پیل کړي او ادعا یې کړې چې په قندهار، هلمند او بادغیس ولایتونو کې یې پر طالب ځواکونو بریدونه ترسره کړي دي.

هغه د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې، د طالبانو له واکه تر لرې کېدو وروسته د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو طرحه هم وړاندې کړې ده.

تر اوسه طالبانو د سمېع سادات د دغو څرګندونو او ادعا شویو عملیاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.