TOOSnews
اعلان
سپاهیان میهن جبهې په تخار کې د سرو زرو د استخراج پر یوه شرکت د برید خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

سپاهیان میهن جبهې په تخار کې د سرو زرو د استخراج پر یوه شرکت د برید خبر ورکړ.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د «سپاهیان میهن» جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تخار ولایت کې یې د سرو زرو پر یوه بهرني استخراجوونکي شرکت برید کړی، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دې جبهې د سې‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې د سرو زرو د استخراج په برخه کې پر بهرنیو شرکتونو او له طالبانو سره پر تړلو شرکتونو بریدونه کوي. «سپاهیان میهن» جبهې زیاته کړې چې د افغانستان د طبیعي سرچینو او ملي شتمنیو ساتنه د دې جبهې له «رسالتونو» څخه ده.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دوه ورځې وړاندې په نښه شوی د سرو زرو د استخراج شرکت د کوم هېواد اړوند دی.

تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د شنبې ماښام، د زمري په ۲۴مه، د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ په چنارک سیمه کې وسله‌والو کسانو د سرو زرو پر یوه چینايي استخراجوونکي شرکت برید کړی و. د سرچینو په وینا، بریدګرو په دې برید کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی او د دغه شرکت له ساتونکو سره یې نښته کړې وه.

د «سپاهیان میهن» جبهې د سرو زرو د استخراج شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې خپل استخراجي فعالیتونه ودروي؛ که نه، د دې جبهې په وینا، د دوی «مشروع اهداف» به وګرځي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په تخار کې د سرو زرو د استخراج لپاره یوه افغان-چینايي ګډ شرکت ۳۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده. د هوکړې له مخې، د دې پروژې ۵۶ سلنه ونډه د طالبانو حکومت او ۴۴ سلنه ونډه شرکت ته ورکړل شوې ده. دغه شرکت په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو چې د کان استخراج به له درېیو تر پنځو کلونو پورې دوام وکړي.

دا په تخار کې د «سپاهیان میهن» جبهې دویم عملیات دی، چې د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه د یفتل ولسوالۍ له څو ساعته نیولو وروسته ترسره کېږي.

د سرو زرو د استخراج شرکتونو په نښه کول، په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نورو مخالفو ډلو په پرتله، د دې جبهې د بریدونو له ځانګړو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.