TOOSnews
اعلان
شاكرالله ابراهيمي د افغانستان د فوټبال فدراسيون د لوبڅارانو د كمیټې مشر وټاكل شو.
ورزشټوس نیوز

شاكرالله ابراهيمي د افغانستان د فوټبال فدراسيون د لوبڅارانو د كمیټې مشر وټاكل شو.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې شاکرالله ابراهیمي د دغه فدراسیون د لوبڅارانو د کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، ابراهیمي د بدني روزنې په برخه کې لوړې زده‌کړې لري او له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال د لوبڅارۍ په برخه کې فعالیت کوي. نوموړي تر دې وړاندې د کندهار د فوټبال فدراسیون په بېلابېلو برخو کې هم دندې ترسره کړې دي.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي کوریا په کوربه‌توب د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) په روزنیز پروګرام کې ګډون کړی او د دوو کلونو لپاره یې د کندهار پوهنتون د افتخاري استاد په توګه تدریس هم کړی دی.

ابراهیمي له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال د لوبڅارانو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او د هېواد د لوبڅارانو د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې یې ونډه اخیستې ده.

هغه د فیفا له لوري د دروازه‌ساتونکو د روزنې د درېیمې درجې سند هم لري او د کندهار د فوټبال فدراسیون په بېلابېلو برخو کې یې د لوبڅارانو، دروازه‌ساتونکو، ځوانانو، فوټسال، قضايي کمېټو، مالي او اداري چارو او د تخنیکي مرستیال په ګډون بېلابېل مسوولیتونه ترسره کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.