د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو، په یوه ورځ کې په پېښور او سوات کې د شویو چاودنو په غبرګون کې ویلي، یوازې غندنیز بیانونه او رسمي اعلانونه د «ترهګرۍ» د لهمنځه وړلو لپاره کافي نه دي.
شېرپاو د یکشنبې په ناوخته (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه د دواړو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روانې پېښې ښيي، د ترهګرۍ ګواښ جدي شوی او خلک له سختې وېرې او ناامنۍ سره مخ دي.
د هغه په وینا، په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان په دوامداره توګه د ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخ دي او که د دې وضعیت د کابو کولو لپاره سمدستي، اغېزناک او پرېکنده اقدامات ونهشي، پایلې به یې لا ډېرې ویجاړوونکې وي.
شېرپاو ټینګار کړی چې یوازې غندنې او رسمي اعلامیې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي، بلکې عملي او جدي اقدامات اړین دي.
د یادونې وړ ده، چې د یکشنبې په ورځ لومړی د پېښور د جيټي روډ د پیر زکوړي پُل ته نږدې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه، چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شول. وروسته د سوات د کبل چوک په سیمه کې د پولیسو مرکز ته نږدې د یوه لاریون پر مهال ځانمرګی برید وشو، چې د پنځو پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
په وروستیو اوونیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ او بریدونو د زیاتېدو له امله د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








