TOOSnews
اعلان
شپږيزه ليګ: امو د درېیم ځل لپاره د اتلولۍ جام پورته كړ.
ورزشټوس نیوز

شپږيزه ليګ: امو د درېیم ځل لپاره د اتلولۍ جام پورته كړ.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شپږیزه کرکټ لیګ د یوولسم پړاو اتلولي د امو لوبډلې په نوم شوه. دغې لوبډلې په پایلوبه کې د سپین غر پر وړاندې پیاوړی او هر اړخیزه عملکرد وکړ او د اوو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

امو له پیل څخه تر پایه پر لوبې بشپړ کنټرول درلود او د توپ‌اچونې، توپ‌وهنې او ډګر ساتنې په ټولو برخو کې یې غوره لوبه وړاندې کړه. سپین غر ونه توانېد چې د امو د منظمې لوبې پر وړاندې اغېزناک مقاومت وکړي.

په دې بریا سره امو لوبډلې د پرله‌پسې درېیم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ د اتلولۍ جام خپل کړ او د سیالیو په تاریخ کې یې د درې پرله‌پسې اتلولیو ځانګړی ریکارډ هم ثبت کړ. دغه بریا د امو لوبډلې د دوامدارې بریا او پیاوړي جوړښت څرګندونه کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.