TOOSnews
اعلان
سهيل اپريدي:د بنو بريد د ډالري جګړې پایله ده.
نړۍټوس نیوز

سهيل اپريدي:د بنو بريد د ډالري جګړې پایله ده.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي يو ځل بيا په پښتنو سيمو کې د «ډالري جګړې» خبره تکرار کړې او ويلي يې دي، د بنو په وروستي وسله وال بريد کې د وژل شوو پوليسو مسوول هغه کسان دي چې «په بندو کوټو کې پرېکړې کوي».

نوموړي د دوشنبې په ورځ بنو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د وژل شوو پوليسو له کورنيو سره ليدلي دي. په بنو کې د مې په نهمه پر يوې پوستې ځانمرګی وسله وال بريد شوی و، چې له امله يې ۱۵ پاکستاني پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

سهيل اپريدي د چا نوم له اخيستو پرته وويل، کله چې وسله وال بيا خيبرپښتونخوا ته را ایستل کېدل، دوی ورباندې اعتراضونه کول، امن لاريونونه او جرګې يې جوړولې، څو د پښتنو سيمو امن يو ځل بيا خراب نه شي.

هغه زياته کړه: «ته ډالرې ګټې، خو زما په سر يې مه ګټه، د پښتون د سر قيمت مه لګوئ، او يو ځل بيا ډالري جګړه پر موږ مه راتپئ.»

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير ادعا وکړه، د بنو د ماشومانو د يتيمېدو مسوول د رياست هغه کسان دي چې «په بندو کوټو کې پرېکړې کوي» او د همدغو پرېکړو له امله پوليس، پوځيان، عام خلک او ديني عالمان وژل کېږي.

هغه پر پښتنو غږ وکړ چې د خپل امنیت لپاره خپله ودرېږي، ځکه د ده په وينا، «له ۷۸ کلونو راهيسې پرېکړې په پېنډۍ کې کېږي او پر موږ راتپل کېږي، موږ د ګډو او بیزو په شان وژل کېږو.»

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.