باوري سرچینو رسنیو ته راپور ورکړی چې، «مولوي عبدالرشید»، د طالبانو د کابل ښاروال، د فساد په تور نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو (شنبې، د غبرګولي ۳۰مه) مولوي عبدالرشید نیولی دی.
سرچینې وایي چې د کابل د طالبانو له ښاروال سره یوځای د کابل د ناحیو شاوخوا ۲۰ مسؤلین هم نیول شوي دي.
د طالبانو ویاندویانو او د کابل ښاروالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
مولوي عبدالرشید د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال د تِلې په ۲۵مه، د ملا محمد حسن اخوند د حکم پر بنسټ د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی و او تر اوسه په همدې دنده پاتې و.
لیکواله:سلیمه آریایي








