د سمېع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې اړوندو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دې جبهې د افغانستان په کندهار ولایت کې خپل وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، د دې جبهې لومړنی عملیات د کندهار او سپین بولدک ترمنځ پر لاره کې ترسره شوی دی.
متحدې جبهې ادعا کړې چې د زمري په ۸مه نېټه یې د کندهار–سپین بولدک پر لاره د طالبانو پر ځواکونو برید کړی دی. همداراز، په ټولنیزو رسنیو کې د دې برید په نوم یوه ویډیو خپره شوې چې پکې په یوه دښتهنما سیمه کې د یوه کس جسد ښکاري. تر اوسه د دې ویډیو اصالت او د مطرح شوې ادعا جزیات په خپلواک ډول نه دي تایید شوي.
طالبانو تر دې دمه د دې ادعا په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې او د دې ډلې له خوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
سمېع سادات د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پوځ له لوړپوړو قوماندانانو څخه و او وروستی ځل یې په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
د سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ترڅ کې په متحده ایالاتو کې جوړه شوه او تر دې وړاندې یې ډېره پاملرنه پر سیاسي فعالیتونو متمرکزه وه. د وروستي برید ادعا لومړنی مورد دی چې د دې جبهې سرچینې یې د طالبانو پر ضد د وسله وال عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکوي.
دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني پنځم کال ته داخله شوې ده. په ورته وخت کې، په وروستیو اوونیو کې د طالبانو څو مخالفو جبههوو د خپلو پوځي فعالیتونو د زیاتېدو خبر ورکړی. له دې ډلې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د «سپاهيان میهن» په نوم یوې جبهې ادعا وکړه چې د بدخشان ولایت یفتل پایین ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره له طالبانو نیولې. همداراز، د افغانستان د آزادۍ جبهې هم د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د مستقیمو نښتو خبر ورکړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








