په سویلي کوریا کې یوې ډلې ښاریانو او مدني فعالانو د سئول په ښار کې د امریکا د سفارت مخې ته راټولېدو سره د ایران پر وړاندې د وروستیو بریدونو او کړکېچونو پر ضد لاریون وکړ.
په دې غونډه کې ګډونوالو د جګړې ضد شعارونو او پلاکاردونو په ښودلو سره د شخړو د بندیدو او د سیمې د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه. ځینې ګډونوالو خپل لاسونه سره رنګ کړي وو، چې دوی یې د جګړې او تاوتریخوالي پر ضد د مخالفت یوه نښه بولي.
د راپورونو له مخې، ګډونوالو د دې راټولېدنې په ترڅ کې له امریکا او اسراییلو وغوښتل چې د کړکېچونو د پراخېدو مخه ونیسي او د ډیپلوماټیکو حل لارو په کارولو تمرکز وکړي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي او نړیوالو پایلو په اړه اندیښنې لا هم پر ځای پاتې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








