TOOSnews
اعلان
طالبانو د نيمروز دښتې د قربانيانو كورنيو ته د شل زره افغانيو مرستې اعلان وکړ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د نيمروز دښتې د قربانيانو كورنيو ته د شل زره افغانيو مرستې اعلان وکړ.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی چې د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د مړو شویو ۱۹ ځوانانو د هرې کورنۍ لپاره به شل زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړي.

د یادې ادارې په وینا، د مرستو د وېش لړۍ به د سیمه‌ییزو چارواکو په همغږۍ ترسره شي، څو د قربانیانو کورنیو ته لومړنۍ مالي اسانتیا برابره شي.

دغه ۱۹ ځوانان، چې د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د ښه ژوند د موندلو په هیله یې غوښتل د قاچاقبرو له لارې ایران ته واوړي، د نیمروز د مارګو په پراخه دښته کې د سختې ګرمۍ، تندې او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نیمروز دښتې د ناقانونه کډوالۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه شمېرل کېږي. په وروستیو کلونو کې لسګونه کسان د همدې لارې د اوبو کمښت، سختې هوا او د قاچاقبرو د بې‌غورۍ له امله مړه شوي یا لادرکه شوي دي.

د یادې پېښې له خپرېدو وروسته، ګڼو افغانانو او ټولنیزو فعالانو د ځوانانو د مرګ اصلي لاملونه بېکاري، اقتصادي ناورین او د خوندي کاري فرصتونو نشتوالی بللی او ټینګار یې کړی چې یوازې بیړنۍ مالي مرستې د دې ډول غمیزو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي، بلکې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بنسټیزو اقتصادي حل‌لارو ته اړتیا ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.