TOOSnews
اعلان
طالبان: ۶۵ زره بېرته راستنو شويو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: ۶۵ زره بېرته راستنو شويو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي چې ۶۵ زره او ۱۵۴ بېرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې لپاره ځمکې وېشل شوي دي.

یاد وزارت (چهارشنبې، د زمري ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پنځو ولایتونو کې ۱،۱۶۳ بېرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت په وینا، په ننګرهار ولایت کې ۶۹۳ کورنیو، په پکتیکا کې ۱۰۸ کورنیو، په نیمروز کې ۱۱۲ کورنیو، په فاریاب کې ۱۵۰ کورنیو او په بامیان کې ۱۰۰ کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې ځانګړې شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري.

په تېرو درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه تر شپږو میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي. دا لړۍ لا هم روانه ده.

د سرپناه او استوګنې د ځای نشتوالی او بېکاري د بېرته راستنو شویو کډوالو له جدي ستونزو څخه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.