د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې مولانا ادریس د زرګونو علماوو روزونکی و او د ده تر شا د «دیني علماوو د مخالفینو» لاس ښکېل دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د داسې بریدونو ترسره کوونکي به هم په دې نړۍ او هم په اخرت کې له سپکاوي او سزا سره مخ شي.
مولانا محمد ادریس، چې د مولانا فضل الرحمن له نږدې همکارانو څخه شمېرل کېده، نن سهار د چارسدې په اتمانزو سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
لیکوال:سعید سمیر








