TOOSnews
اعلان
طالبان: په بهرامچه كې مو پاكستان ته د وسلو د قاچاق مخه ونيوله.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په بهرامچه كې مو پاكستان ته د وسلو د قاچاق مخه ونيوله.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو ویلي چې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د رباط سیمې اړوندو سرحدي ځواکونو پاکستان ته د وسلو او مهماتو د قاچاق یوه هڅه شنډه کړې ده.

د یادې قول اردو د معلوماتو له مخې، ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۵۰ میله کلاشینکوف ټوپکونه او ۱۵ زره د کلاشینکوف مرمۍ کشف او ضبط کړي او پاکستان ته یې د قاچاق مخه نیولې ده.

طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې پلټنې پیل کړي دي، خو د نیول شویو کسانو او یا د قاچاق د شبکې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو په وینا، سرحدي ځواکونه د وسلو، مهماتو او نورو ناقانونه توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.