TOOSnews
اعلان
د بامیان په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ تاوتریخوالی بیا پیل شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

د بامیان په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ تاوتریخوالی بیا پیل شوی دی.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بامیان په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ د تازه تناوونو او شخړو له بیا پیل سره هم‌مهاله، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې شخړو د څېړنې او حل لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی استولی دی.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دغه استول شوی پلاوی د بامیان د طالبانو والي، د امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس او د اقوامو او قبایلو د ادارې له مسوولینو څخه جوړ دی. د وزارت په وینا، د پلاوي دنده د تناوونو او شخړې لاندې سیمو ساحوي څېړنه او د وروستیو کړکېچونو حل کول دي.

طالبانو ویلي چې په غونډه کې پر دواړو اړخونو ټینګار شوی چې د اختلاف لاندې سیمې به په دقیق ډول وڅېړل شي او وروستۍ پرېکړه به د شواهدو، معتبرو اسنادو او د اسلامي شریعت د احکامو پر بنسټ وشي.

همدارنګه دواړو خواوو ته خبرداری ورکړل شوی چې تر وروستۍ پرېکړې پورې په لانجمنو سیمو کې د خپلو څارويو د څر مخه ونیسي .

د کوچیانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ وروستي تناوونه او شخړې د روان کال د غبرګولي له میاشتې راهیسې پیل شوي دي. تر دې وړاندې هم د نښتو او د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. که څه هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هغه مهال د شخړو د پای ته رسېدو خبر ورکړی و، خو تازه راپورونه د شخړو د دوام او د احتمالي نښتو په اړه د اندېښنو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول بامیان او تخار ولایتونو کې، د کوچیانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ د څړځایونو او مرتعو پر سر اختلافات په تېرو کلونو کې څو ځله د سیمه‌ییزو تناوونو شخړو او نښتو لامل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.