TOOSnews
اعلان
د افغانستان د یوازني ستور مزلي،عبدالاحد مومند مړی،کابل ته ولېږدول شو.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د یوازني ستور مزلي،عبدالاحد مومند مړی،کابل ته ولېږدول شو.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د یوازیني ستورمزلي، عبدالاحد مومند، مړی د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۵مه، له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شو. هغه د غبرګولي په ۳۱مه، د ۶۷ کلونو په عمر، د جرمني په شتوتګارټ ښار کې وفات شوی و. د اعلان شوي پروګرام له مخې، د هغه د جنازې مراسم نن له غرمې وروسته د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره کېږي او وروسته به د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالاحد مومند د ۱۳۳۷ کال د سلواغې په میاشت کې د غزني ولایت په یوه بزګره کورنۍ کې زیږېدلی و. هغه له افغانستان او په پخواني شوروي اتحاد کې د زده کړو له بشپړولو وروسته د افغانستان هوايي ځواک ته داخل شو او خپل مسلکي فعالیت یې د هوايي چلند په برخه کې پیل کړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال د وږي په میاشت کې د «سایوز ټي ایم-۶» فضایي ماموریت د غړي په توګه د «میر» فضایي سټېشن ته سفر وکړ او نږدې ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. هغه د افغانستان لومړنی وګړی او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته ولاړ، او همدارنګه لومړنی مسلمان ګڼل کېږي چې د قرآن کریم یوه نسخه یې له ځان سره فضا ته وړې وه.

د دې ماموریت پر مهال، عبدالاحد مومند په علمي، طبي او ځمکپوهنیزو ازموینو کې برخه واخیسته او د افغانستان له ځینو سیمو یې له فضا څخه انځورونه واخیستل. هغه له فضا څخه له خپلې کورنۍ او د هغه وخت له افغان چارواکو سره هم خبرې وکړې، او د پښتو ژبه یې د هغو لومړنیو ژبو له ډلې کړه چې په فضا کې واورېدل شوه.

له ماموریت وروسته، مومند د شوروي اتحاد له خوا د «لنین» نښان او د «د شوروي اتحاد اتل» لقب ترلاسه کړ. هغه په افغانستان کې هم وستایل شو او وروسته د هوايي چلند او ګرځندوی د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو.

د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط او د کورنیو جګړو له پراخېدو وروسته، عبدالاحد مومند افغانستان پرېښود او په جرمني کې مېشت شو. هغه په وروستیو کلونو کې کله ناکله د فضایي تاریخ او افغانستان اړوند پروګرامونو او غونډو کې برخه اخیسته.

د عبدالاحد مومند مړینه د هغه ژوند پای ته رسوي چې نوم یې د افغانستان د لومړني ستورمزلي په توګه د دې هېواد د هوايي چلند او فضایي تاریخ په پاڼو کې ثبت شوی دی. د هغه د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم نن په کابل کې ترسره کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.