د طالبانو د ملي معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز لپاره یې له هندي نړیوال شرکت «ټي سي آر سي» سره د څه باندې ۴۶ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، دغه پنځه کلن تړون د ودانیزو توکو، برېښنایي تجهیزاتو، نساجۍ، څرمنو او کاغذ د کیفیت د ازموینې لپاره د معیاري لابراتوارونو پر جوړولو او تجهیز تمرکز لري.
د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و.
مسوولینو ویلي، د دې پروژې له مخې به د لابراتوارونو تر څنګ د کارکوونکو مسلکي ظرفیتونه هم لوړ شي او د «ای اېس او» نړیوالو تصدیق لیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم عملي بڼه خپله کړي.
لیکوال:سعید سمیر








