TOOSnews
اعلان
د امریکا د دفاعي بودجې مسودې افغانستان ته د افغان متحدانو د بېرته ستنولو مخه ونیوله.
نړۍټوس نیوز

د امریکا د دفاعي بودجې مسودې افغانستان ته د افغان متحدانو د بېرته ستنولو مخه ونیوله.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

شان ونديور، د افغان ایواک ادارې مشر، ویلي دي چې د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال د ملي دفاع د اجازې قانون په مسوده کې، له قطر څخه افغانستان ته د پخوانیو افغان همکارانو د ستنولو مخنیوی شامل شوی دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۸مه، په یوه پیغام کې وویل چې د امریکا د سنا او استازو جرګې په مسودو کې په ټولیز ډول د افغانستان اړوند درې مادې شاملې شوې دي.

د هغه په وینا، دوه مادې د سنا په مسوده کې او یوه ماده د استازو جرګې په مسوده کې د افغانستان په اړه ځانګړې شوې ده.

د ونديور د وضاحت له مخې، د سنا د وړاندیزونو څخه یو دا دی چې د السیلیه کمپ اوسېدونکي افغانستان یا نورو خطرناکو هېوادونو ته د لېږ مخه ونیول شي. دا وړاندیز د دې لپاره شوی چې هغه کسان له ګواښ سره مخ نه شي چې ممکن د بېرته ستنېدو وروسته امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

په دې لایحه کې په یوه بله ماده کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو د اسنادو او ریکارډونو د ساتنې او مدیریت لپاره د یوه نوي پروګرام د جوړولو وړاندیز شوی دی. د افغان ایواک په وینا، داسې یو میکانیزم باید له کلونو مخکې جوړ شوی وای او که تصویب شي، د امریکا په راتلونکو ماموریتونو او جګړو کې هم کارېدلی شي.

د امریکا د استازو جرګې هم د نوي مالي کال د ملي دفاع د اجازې قانون په مسوده کې افغانستان ته یوه ماده ځانګړې کړې ده. د دې وړاندیز له مخې، د «افغانستان د جګړې کمیسیون» د فعالیت او راپور ورکولو موده غځول شوې ده.

افغان ایواک ویلي چې دا مسوده که د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو (سنا او استازو جرګه) کې تصویب شي، نو د دسمبر په میاشت کې به د وروستۍ توشېح لپاره د امریکا ولسمشر ته وړاندې شي.

خو دې ادارې د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د قانون د تصویب بهیر وروسته له هغه بشپړ شي چې دا کمپ تړل شوی وي.

شان ونديور ویلي چې په قطر کې د السیلیه کمپ، چې اوس مهال شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني امریکایي متحدین پکې مېشت دي، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې به وتړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې راپورونه خپاره شوي چې ښايي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي له السیلیه کمپ څخه افغانستان ته ستانه شي. همدارنګه ځینې راپورونه دا هم وايي چې هغه کسان چې د بېرته ستنېدو وروسته له ګواښ سره مخ کېږي، ښايي دریمو هېوادونو ته، لکه د کانګو دیموکراټیک جمهوریت، ولېږدول شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.