TOOSnews
اعلان
اروپايي ټولنې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه یورو ځانګړې کوي.
نړۍټوس نیوز

اروپايي ټولنې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه یورو ځانګړې کوي.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د بېرته راستنېدوونکو کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره به ۲۰ میلیونه یورو مرسته د کډوالۍ نړیوال سازمان له لارې په افغانستان کې ځانګړې کړې.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ (سې‌شنبې، د چنګاښ ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مالي ملاتړ په داسې وخت کې ورکول کېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو او پېچلو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي، او د بېرته راستنېدونکو د زیات شمېر له امله دا بحران لا پسې سخت شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرسته استازې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي: «اروپايي ټولنه لا هم د راستنېدونکو د بیا ادغام د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا ته ژمنه ده او له هغوی سره مرسته کوي چې له وابستګۍ څخه ځان بسیاینې ته واوړي.»

هغې زیاته کړې چې د دې په برخه کې د اروپايي ټولنې همکاري د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره مهم رول لري، او له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې تر اوسه له ۱۴۰ میلیونه یورو څخه زیاتې مرستې د افغانستان د بې‌ځایه کېدو د بحران د ځواب لپاره ورکړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مرستیال، «موتیا مسکون» ویلي چې اروپايي ټولنه د دې ادارې له اوږدمهاله شریکانو څخه ده چې د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو په حل کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې میلیونونه افغانان هغو ټولنو ته راستنېږي چې مخکې هم له محدودو سرچینو او خدماتو سره مخ دي، دا مرسته به د کډوالۍ نړیوال سازمان ته دا وړتیا ورکړي چې حیاتي ملاتړ پراخ کړي، د معیشت فرصتونه پیاوړي کړي، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي او د ټولنیزو مرکزونو له لارې اساسي خدماتو ته لاسرسی زیات کړي، ترڅو راستنېدونکي او کوربه ټولنې د یو لا مقاوم راتلونکي لپاره چمتو شي.»

اروپايي ټولنې ویلي چې دا مرسته به د بېرته راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو لپاره یو منظم ملاتړ پراخ کړي، چې پکې د ساتنې خدمات، روغتیايي خدمتونه، رواني-ټولنیز ملاتړ، د معیشت پراختیا او بیا رغونه په هغو سیمو کې شامل دي چې د راستنېدو لوړه کچه لري.

د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د دې بودجې له لارې به د راستنېدونکو د دوامداره بیا ادغام ملاتړ هم وشي، په ځانګړي ډول د ښځو او نورو زیان‌منو ډلو لپاره، د مسلکي زده‌کړو، د معیشت ملاتړ او د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د پیاوړتیا له لارې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه تر ۶.۰۴ میلیونه زیات کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د دې ادارې شمېرې ښيي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته داخل شوي دي.

کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې دا راستنېدنې د دې لامل شوي چې د افغانستان نفوس لږ تر لږه ۱۰ سلنه زیات شي او د دغه هېواد بشري بحران لا پسې سخت شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.