د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپاچوونکي شاپور ځدراڼ جنازه به سبا مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې کابل ته راورسېږي.
د معلوماتو له مخې، د ارواښاد شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ به د پنجشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي، چې تمه ده د کرېکټ ګڼ لوبغاړي، چارواکي او مینهوال پکې ګډون وکړي.
بل لور ته، په خوست ولایت کې د شپږیزه کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو روانې سیالۍ هم د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د دوو ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له بنسټاېښودونکو او مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې په نړیوالو بریاوو کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړی د اوږدې ناروغۍ وروسته د هند په یوه روغتون کې وفات شو.
لیکوال:سعید سمیر








